اقتصادمهم خبرونه

طالبان وایي چې کورني پانګونې ته لومړیتوب ورکوي

د طالبانو د ادارې عمومي رییس مولوي نورالحق انور وایي، دا ډله په کورنیو منابعو تکیه لري او د عامه-خصوصي مشارکت له ماډل څخه ملاتړ کوي. نوموړي دا څرګندونې په هغه مراسمو کې وکړې چې د طالبانو د بېلابېلو ادارو یو شمېر کارکوونکي ترې فارغ شول.

هغه وویل “اسلامي امارت” د داخلي ظرفیتونو پر کارولو باور لري او پانګونه هم باید د عامو او خصوصي همکاریو له لارې تر سره شي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې له طالبانو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت له سختو ننګونو سره مخ شوی، نړیواله مرسته کمه شوې، د هېوادونو سفارتي دفترونه تړل شوي او بندیزونه زیات شوي، چې له امله‌یې بهرني مالي منابع محدود شوي دي.

مولوي انور ادعا وکړه چې د طالبانو په ادارو کې د ظرفیت جوړونې بهیر چټک شوی او دغه بهیر د کارکوونکو ترمنځ اعتماد زیات کړی. خو شنونکي وايي، د طالبانو ادارې نه شفافه دي، نه حساب ورکوونکی جوړښت لري او نه هم تصمیمونه په مشارکتي ډول نیسي، چې دا ټول د دغو ادارو پر مؤثریت شکونه زیاتوي.

په یوه بله وینا کې، د طالبانو د پانګونې د تسهیل رییس مولوي احمدخالد ضیاء وویل، په تېرو څلورو کلونو کې د عامه-خصوصي مشارکت له لارې ۱۵ میلیارده افغانۍ په ۲۵ پروژو کې چې په بېلابېلو ولایتونو کې تطبیق شوي، پانګونه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې له دې جملې څخه ۱۴ پروژې پای ته رسېدلي او ۱۱ نورې د منظورۍ لپاره د طالبانو مشر ته استول شوې دي، خو د مهمو پروژو د تصمیم نیونې بهیر شفاف نه دی او دا پرېکړې غیر مسوول او ځان‌منلي نهادونه کوي.

د هغه په وینا، ۶۵ نورې پروژې چې ارزښت‌یې ۲۰ میلیارده افغانۍ دی، تر ابتدایي ارزونې لاندې دي او د راتلونکي کال لپاره د عملي کېدو پلان لري، خو د دغو پروژو جزئیات، د تطبیق ځایونه، شریک اړخونه او تدارکاتي بهیر یې تر اوسه علناً نه دي اعلان شوي.

دا اندېښنې داسې مهال رامنځته کېږي چې د طالبانو اداره څو ځله خپلې پروژې او پروگرامونه د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي، خو د منابعو د لګښت څرنګوالی شفاف نه دی او همدارنګه د مستقلو ادارو د څار نشتوالی د خلکو باور کم کړی دی.

د مراسمو په پای کې چې د یو میاشتني روزنیز پروګرام لپاره د ۴۳ کارکوونکو د فراغت په موخه جوړ شوي و، ګډونوالو ته تصدیق‌لیکونه ورکړل شول. یاده مراسم نمایشي بڼه لرله او هڅه وه چې د طالبانو غیردموکراتیکو جوړښتونو ته مشروعیت ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button