طالبان وایي درې ولایتونو کې له ۲۷ میلیونو جریبه ډېرې دښتې تثبیت شوې دي

د طالبانو د عدليې ریاست اعلان کړی چې د تېرو یو کال په ترڅ کې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمیسیون په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې له ۲۷ میلیونو او ۵۷۰ زرو جریبه ډېرې دښتې تثبیت کړې دي. د دې ادارې په وینا، یادې سیمې د ځانګړې هیئت تر څېړنې وروسته د ځمکې په بانک کې ثبت شوې دي.
د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، له تثبیت شوو دښتو څخه له ۹ میلیونو او ۳۲۱ زرو جریبه زیاتې په فاریاب، له ۴ میلیونو او ۱۶۷ زرو جریبه ډېرې په بادغیس او له ۱۴ میلیونو جریبه زیاتې په بدخشان ولایت کې موقعیت لري. دا سیمې د دغو ولایتونو په مرکزونو او ټولو ولسوالیو کې تر سروې لاندې نیول شوې دي.
طالبان ویلي چې د هیئت له لوري د دښتو د سروې او تشخیص لړۍ لا هم روانه ده او د نورو ولایتونو په کچه هم دوام لري. د دې سرچینې په وینا، وروسته له دې چې د سروې مراحل بشپړ او وروستی تأیید یې وشي، تثبیت شوې دښتې به د ځمکې په بانک کې ثبت شي.
په تېرو کلونو کې د ځمکې غصب په هېواد کې له جدي ستونزو څخه وه، او ډېری اوسېدونکي د ځمکو د تثبیت او ثبت د بهیر د لا زیات شفافیت غوښتونکي دي. سره له دې، تر اوسه د خلکو د ثبت شوې معلوماتو د لاسرسي څرنګوالي او د څارنې د میکانیزم په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.




