په پنجشیر کې د طالبانو د محتسبانو برید پر د شطرنج د لوبې پر مهال د ځوانانو غونډه

د پنجشیر ځایي سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې محتسبانو د دوشنبې په ورځ په عبداللهخېل ولسوالۍ کې د یو شمېر ځوانانو پر غونډه برید کړی، چې په هغه کې دوی د شطرنج په لوبه بوخت وو. سرچینې زیاتوي چې د طالبانو محتسبانو د یادې لوبې وسایل له ځان سره وړي او دا پېښه د تندو او سپکو چلندونو سره مل وه.
د سیمې اوسېدونکي وایي دا پېښه د دوشنبې په ورځ د حوت په ۴مه رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي، سره له دې چې د عبداللهخېل د کلي مشران او نفوذ لرونکي کسانو هڅې وکړې چې د شطرنج وسایل بېرته ترلاسه کړي، خو د طالبانو محتسبانو د هغو د بېرته سپارلو څخه ډډه وکړه.
شطرنج، چې په ډېرو هېوادونو کې د فکري لوبې په توګه پېژندل کېږي، د طالبانو د ادارې له خوا مخکې هم محدود شوی و. د سلواغې په ۲۱مه د روان کال، باخبره سرچینو ویلي وو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ورزش ریاست د افغانستان د شطرنج فدراسیون ځنډولی او دا لوبه یې «حرام» بللې ده.
په پنجشیر کې وروستۍ دغه پېښه د طالبانو د ادارې له سختو پالیسو څخه یوه برخه بلل کېږي چې د کلتوري او ورزشي فعالیتونو پر وړاندې یې عملي کوي؛ هغه پالیسۍ چې په تېرو کلونو کې د ځوانانو او د یو شمېر ولایتونو د اوسېدونکو اندېښنې او غبرګونونه را پارولي دي.




