طالبانو له پاکستانه د سوداګریزو لارو د خلاص پاتې کېدو تضمین غوښتی

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، پاکستان باید روښانه او پیاوړي تضمینونه ورکړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې لارې به دوامدارې خلاصې پاتې شي.
ښاغلي برادر دا څرګندونې د تاجران او صنعتکارانو یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل، پاکستان پخوا، په ځانګړې توګه د مېوو د صادراتو فصل کې، ناڅاپه سوداګریزې لارې تړلې دي، او دا وار باید دا ډول پېښه تکرار نه شي.
ملا برادر ټینګار وکړ چې یوازې د هغه حالت په صورت کې به سوداګریزې لارې خلاصې پاتې شي چې پاکستان تضمین ورکړي دغه لارې به نه یوازې د عادي حالاتو، بلکې د بحراني شرایطو پر مهال هم بندې نه شي.
نوموړي زیاته کړه، هغه تاجران چې دا مهال له پاکستان سره قراردادونه لري، درې میاشتې وخت لري تر څو له خپلو مالي حسابونو سره سمون راولي، او وروسته باید واردات او صادرات له بدیلو لارو ترسره شي. د هغه په باور، د پاکستاني توکو کیفیت ټیټ دی او څو ځله یې د افغانستان د صادراتو پر بهیر منفي اغېز کړی.
په دې غونډه کې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي هم وویل، تر هغې چې له پاکستان سره مشخص او تضمینشوی توافق شتون ونلري، د دواړو هېوادونو تر منځ هېڅ ډول تجارت ناشونی دی.
هغه ویلي: «تجارت یواځې د ورورولۍ او برابري پر بنسټ دوام کولی شي؛ که داسې ونهشي، افغانستان مجبوره نه ده چې دا اړیکې پرمخ یوسي.»
د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ادعا کوي چې افغانستان د سیمهییزې او نړیوالې سوداګرۍ لپاره ګڼ بدیلونه او انتخابونه لري، خو دا هم مني چې د قانوني حکومت نشتون او له نورو هېوادونو سره رسمي اړیکې، د دغو لارو پراختیا کې اساسي خنډونه دي.




