اقتصادمهم خبرونه

طالبانو له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل له لیکلي تضمین سره مشروط کړل

د طالبانو اداره اعلان کړې چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل یوازې هغه وخت ممکن دي چې اسلام‌اباد د دغو لارو د نه تړلو په اړه څرګند او لیکلی تضمین ورکړي. د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د تېرې تجربې له مخې اداره دې پرېکړې ته رسېدلې ده.

مجاهد زیاته کړې چې پاکستان په تېر وخت کې څو ځله بې له همغږۍ د افغانستان پر سوداګرو او صادراتي توکو سوداګریزې لارې تړلې دي؛ کوم کار چې د ده په وینا، د افغانستان پر اقتصاد او راکړه ورکړه جدي اغېز کړی. نوموړي ټینګار کړی چې تر څو د اعتبار وړ تضمین ورنه کړل شي، دا لارې به تړلې پاته شي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان باور لري چې پاکستان ډېری وخت د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو د راټولولو په موسم کې سوداګریزې لارې تړي، چې دا کار د افغان بزګرانو، بڼوالو او سوداګرو توکي زیانمنوي. دوی وايي دا موضوع په تېرو کلونو کې هم تکرار شوې، خو د افغانستان پخواني حکومت پرې اغېزمن غبرګون نه و ښودلی.

په همدې حال کې، یو شمېر اقتصادي شنونکي د طالبانو د ادارې دا پرېکړه ستایي او وایي، تر هغه چې سیاسي او اقتصادي فشار پرې وارد نه شي، له پاکستانه د دغو محدودیتونو د بیا تکرار امکان شته. خو منتقدان ټینګار کوي چې د طالبانو د ادارې له خوا د روښانه او دوامدار سوداګریزې تګلارې نشتوالی کولی شي د سوداګرو او عامو خلکو پر اوږو فشار زیات کړي.

د باختر آژانس د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ درېدلو پر پاکستاني بازارونو هم اغېز کړی او د درملو او سبزیجاتو په څېر د دوی توکو صادرات یې افغانستان ته درولي دي. راپور زیاتوي چې د پاکستان یو شمېر فابریکې هم له دې وضعیت څخه زیانمنې شوې دي.

طالب چارواکي وایي چې د دغې ستونزې د حل لپاره هڅه کوي بدیل بازارونه پیدا کړي څو د هېواد د خلکو اړتیاوې له نورو لارو په کمه بیه پوره کړي او د کورني تولید لپاره نوي بازارونه ومومي. د طالبانو د ادارې د چارواکو په وینا، د کورني تولید د زیاتولو او ځان بساینې لپاره هڅې هم روانې دي.

ځیني اقتصادي کارپوهان باور لري چې له منځنۍ اسیا، چین، روسیې، هند، بنګله‌دېش او ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخول کولی شي د افغانستان له پاکستاني بازارونو تړلتیا راکمه کړي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې بهیر بریالیتوب د روښانه مدیریت، د کورنیو تولیدونکو د ملاتړ او له ناڅاپي پرېکړو څخه د ډډه کولو غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button