په اسلاماباد کې د عالي محکمې په زېرمه کې چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړي

د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد امنیتي چارواکي وايي چې پرون د دې هېواد د عالي محکمې د ودانۍ په زېرمه یا بیسمېنټ کې په یوه کانټینر کې چاودنه شوې ده.
د چارواکو په وینا، د دې چاودنې علت د ګازو څڅېدنه ښودل شوې او له امله یې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې د دوو کسانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
په یوه مهم عدلي ارګان او هغه هم د هېواد په سیاسي مرکز کې دغه ډول چاودنه، د امنیتي تدابیرو د کچې په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي. په هغو ځایونو کې چې ملي اهمیت لري، کوچنۍ بېپروايي هم پراخې پایلې لرلای شي.
که څه هم دغه چاودنه ترهګریز بڼه نه لري، خو په افغانستان کې د مدیریت د کمزورو ظرفیتونو تکراري تجربې ښيي چې د بنسټونو او امنیتي تدابیرو ته جدي پاملرنه اړینه ده. د طالبانو حکومت باید له دې پېښې څخه درس واخلي او د عدلي ادارو او مهمو دولتي ارګانونو د امنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بنسټیزو آسانتیاوو کمښت او د نظارت نشتوالي ورته پیښې منځ ته راوستې دي.




