د طالبانو د تهران د استازولۍ سرپرست د ایران له یوه لوړپوړي مقام سره ولیدل

مولوي فضلمحمد حقاني، چې په تهران کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست دی، له علياکبر نظري، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رئیس سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه یې خبرې کړي دي.
دغه ناسته چې په رسمي فضا کې ترسره شوې، دواړو لوریو په کې د دیپلوماتیکو همکاریو پر پراخوالي او د اړوندو ادارو ترمنځ د تعامل پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. که څه هم د دې خبرو د اجنډا یا تفاهماتو مشخص جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
طالبان چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې په زور د افغانستان واکمن شوي، تر اوسه د نړۍ د اکثرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي. د دې ډلې اړوند اشخاصو رسمي حضور په نړیوالو ناستو یا دیپلوماتیکو لیدنو کې، د طالبانو د غیررسمي مشروعیت په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
د بشري حقونو فعالان او د افغانستان ګڼ شمېر وګړي اندېښنه لري چې دا ډول لیدنې به د طالبانو د سرکوبګرو او بشري ضد سیاستونو پر وړاندې د نړېوالو سترګې پټې کړي.




