د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرې د پولي نښتې له امله ودرېدلې

د طالبانو او پاکستان سرحدي ځواکونو تر منځ د چمن–سپینبولدک په سیمه کې د تازه نښتې له امله، هغه دوهاړخیزې خبرې اترې چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې روانې وې، ځنډول شوي دي.
د سما نیوز پاکستان د اسلاماباد له ډیپلوماټیکو سرچینو په نقل خبر ورکړی چې له دواړو غاړو د ډزو وروسته، پاکستاني پلاوي د طالبانو له خوا د اوربند د ماتې شواهد ترکیې او قطر استازو ته وړاندې کړي او خبرو ته یې موقتي پای ورکړې.
د پاکستان د یو چارواکي په وینا، دغه سرحدي نښته هغه مهال پیل شوه چې “بې له کوم دلیله” له افغان خاورې څخه د پاکستان پوستو ته ډزې وشوې، او پاکستاني ځواکونو “سمدستي او اغېزمن” ځواب ورکړ. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې ځینې طالب اړوند کسان د مخکې له مخکې تحریک پرته د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې کړې دي.
په دغه وزارت د خپور شوي بیان له مخې، د امنیتي ځواکونو مسؤلانه چلند ژر تر ژره وضعیت تر کنټرول لاندې راوست. خو طالبان دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د خبرو له روان بهیر سره د درناوي له امله یې د پاکستان له خوا د بریدونو په ځواب کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
ډیپلوماټیکې سرچینې وایي، اوس مهال دواړه پلاوي له خپلو اړوندو بنسټونو سره په مشوره بوخت دي، او امکان شته چې که وضعیت ارام شي، خبرې بېرته پیل شي.
لازمې یادونې ده چې له هغه مهاله چې د استانبول خبرې پیل شوي دي، دواړو خواوو اوربند ته ژمن پاتې شوي، خو دا اوربند په تېرو میاشتو کې څو ځله د سرحدي نښتو له امله نقض شوی. دغه وضعیت د طالبانو له خوا د خبرو اترو له بهیر او سیمهییزو همکاریو سره د هغوی د ژمنتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.




