۲۵۰ کډوالې کورنۍ په يوه ورځ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې رسنيو راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ کډوالې کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي. دغه بېرته ستنېدنې د هېواد له جنوبي، ختيځ او لوېديځو دروازو ترسره شوې دي.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، ۱۹۵ کورنۍ د ننګرهار له تورخم دروازې، ۲۴ کورنۍ د نيمروز له پل ابريشم، ۱۸ کورنۍ د کندهار له سپينبولدک، شپږ کورنۍ د هرات له اسلامقلعه او اووه کورنۍ د هلمند له بهرامچې څخه هېواد ته راستانې شوې دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان ويلي چې دا مهال يوازې ۱۱ سلنه بېرته ستنېدونکي کار لري؛ يو موضوع چې د دندې د نشتون، فقر او د طالبانو د ادارې د ناتوانۍ په اړه اندېښنې زياتوي، چې د راستانه شويو لپاره د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.
د دې نړيوالې ادارې د څرګندونو له مخې، دوه ورځې وړاندې هم نږدې ۴۰۰ کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلې وې. ملګرو ملتونو همداراز راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې شاوخوا ۲.۸ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي؛ دغه بېبرخې بېرته ستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنيز حالت نور فشار زياتوي.




