د مقاومت شورا: د طالبانو تګلاره افغانستان د سيمهييزو جګړو ډګر ګرځولی دی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د پاکستان وروستيو هوايي بريدونو ته په غبرګون کې ويلي چې اوسنی حالت د طالبانو د «افراطي تګلارې» مستقيمه پايله ده. شورا خبرداری ورکړی چې د دغې وضعې دوام کولای شي افغانستان لا زيات د سيمهييزو تکراري جګړو ډګر کړي؛ يوه داسې حالت چې د دوی په وينا، اصلي تاوان يې بېدفاع ولس زغمي.
په اعلاميه کې راغلي چې دا بحران يوازې د يوه ګاونډي هېواد پورې محدود نه دی، او که روانې تګلارې دوام وکړي، له نورو هېوادونو سره د ورته پېښو احتمال هم شته. شورا څرګنده کړې چې پر هغو هدفونو بريد چې «ملکي وګړي» بلل شوي، د بشري اصولو او نړيوالو منل شويو معيارونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه د طالبانو د ادارې مخالف بنسټ د «تشدد او ناامنۍ د کړۍ» څخه د وتلو يوازينۍ لاره د واک د جوړښت اساسي بدلون بللی او زياته کړې يې ده چې اوسنی تسلط نه د ولس له ارادې سره تړاو لري او نه د امنيت ټينګولو او د سيمهييزو اړيکو د مسؤلانه مديريت توان لري. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې د سولې تحقق او د اتباعو ژوند خونديتوب يو مشروع او ځواب ويونکی نظام ته اړتيا لري.
دا دريځ وروسته له هغې څرګند شو چې د شنبې شپې د حوت په دويمه نېټه، د پاکستان جنګي الوتکو د ننګرهار د خوګياڼو، غنيخېلو او بهسود ولسواليو او همدارنګه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځينې برخې بمبار کړې.
د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت په غبرګون کې ويلي چې «په مناسب وخت» به ځواب ورکړي. وزارت دغه بريدونه پر ملکي اهدافو او مذهبي مرکزونو د پاکستان د پوځ د «استخباراتي او امنيتي ناکاميو» نښه بللې ده.
خو د پاکستان چارواکو ادعا کړې چې په دغو بريدونو کې د پښتونتحريک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او د داعش خراسان څانګې پټې ځالې په نښه شوې او نږدې ۷۰ غړي يې وژل شوي دي. د طالبانو اداره بيا دغه بريدونه «تجاوز» بللي او ويلي يې دي چې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې له ۲۰ زيات ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت تر دې وړاندې ويلي وو چې دا بريدونه د اسلاماباد، باجور او بنو په شيعه جوماتونو کې د روژې پر مهال د انتحاري او موټر بم چاودنو د غچ په توګه ترسره شوي، چې پړه يې ټيټيپي او د داعش خراسان څانګې منلې وه.
شنونکي وايي، د دغو کړکېچونو دوام ښيي چې په افغانستان کې د يو ټولشموله او ځوابويونکي سياسي جوړښت نشتوالی د سيمهييزو فشارونو د زياتېدو لامل شوی او د هېواد د وګړو امنيت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.




