طالبان: پر د معتادينو پر روغتون د پاکستان هوايي برید به بې ځوابه پاتې نه شي

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتین قانع ويلي، د تېرې شپې د پاکستاني ځواکونو هوايي بريد چې د معتادينو پر ۲۰۰۰ بستریز ځانګړي روغتون شوی، بې ځوابه به پاتې نه شي. د ده په وينا، په نږدې راتلونکې کې به «دندانشکن ځواب» ورکړل شي.
قانع زياته کړه، د بريد پر مهال شاوخوا دوه زره تنه په دې روغتيايي مرکز کې تر درملنې لاندې وو او د پېښې په پايله کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتې دي. نوموړي وويل، د قربانيانو د راايستلو عمليات او د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان هم تأييد کړه چې له بريد وروسته د مړو د جسدونو د راويستلو لړۍ دوام لري، خو تر اوسه د تلفاتو کره شمېر او د زيان کچه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
قانع پر «د نړيوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو چوپتيا» هم نيوکه وکړه او ويې ويل، تر اوسه په دې اړه څرګنده غبرګون نه دی څرګند شوی. دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د طالبانو ادارې او پاکستان تر منځ په وروستيو مياشتو کې تاوتريخوالی زيات شوی او د سرحدي سيمو د امنيت او د هغه پر ملکي وګړو د اغېزو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
په همدې حال کې، منتقدين ټينګار کوي چې د طالبانو اداره دنده لري د ملکي تاسيساتو او وګړو اغېزمنه ساتنه وکړي او د امنيتي پېښو هراړخيز او شفاف معلومات له خلکو سره شريک کړي؛ هغه موضوع چې په ورته پېښو کې همېشه له ابهام او د معلوماتو له کمي سره مخ وه.




