د طالبانو د ادارې تر سرپرستۍ لاندې له لسو زرو ډېر یتیم ماشومان ساتل کېږي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست ويلي چې اوس مهال له لسو زرو څخه زيات بېسرپرسته ماشومان د دغه رياست تر پوښښ لاندې په ټول هېواد کې په روزنتونونو کې ساتل کېږي. د دې رياست په وينا، دغه ماشومانو ته د زدهکړو تر څنګ د ژوند اړينې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.
د ياد رياست وياند سميعالله ابراهيمي ويلي، له هغه وخت راوروسته چې د طالبانو اداره بېرته واک ته رسېدلې، له پنځوس زرو زياتې قضيې د بېسرپرسته ماشومانو، له ګاونډيو هېوادونو راستانه شويو ماشومانو او ورکو ماشومانو ثبت او څېړل شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې اړوندې ادارې هڅه کوي دغه ماشومان د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه وپېژني او روزنتونونو ته يې ولېږدوي، څو د ده په وينا له “نامعلوم برخليک” وژغورل شي.
خو تر دې دمه د دغو روزنتونونو د واقعي حالت، د زدهکړو او رواني خدمتونو د کيفيت، او د ماشومانو د پالنې د بهير د څارنې څرنګوالي په اړه خپلواکه جزييات نه دي خپاره شوي. تر دې مخکې د ماشومانو د حقونو مدافع بنسټونو هم په هېواد کې د بېسرپرسته ماشومانو لپاره د شفافيت، بېطرفې څارنې او خوندي او معياري چاپېريال پر ضررورت ټينګار کړی دی.




