امنیت او پېښې

په هرات کې د وسله‌والو غلو ۱۴ کسیز ډله نیول شوې

د هرات ښار د نهمې ناحیې امنیتي مشر وايي چې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله‌والو غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې ده.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو د موبایلونو او موټرو غلا کولو تورن دي. ویل شوي چې دغه ډله په وروستي مورد کې د رباط‌سنگي ولسوالۍ په یوه کور کې د غلا پر مهال د یاد کور یو اوسېدونکی وژلی دی.

مولوي عبدالباري زید، د نهمې ناحیې آمر، ویلي چې د دغو کسانو له نیولو سره، اووه ډوله وسلې، درې موټرسايکلونه او څو موبایلونه هم ترلاسه شوي دي. د هغه په وینا، نیول شوي کسان په لومړنیو تحقیقاتو کې د نورو غلاوو اعتراف هم کړی دی.

د هرات ولایت د وسلوالو غلاوو زیاتېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د طالبانو ادارې د امنیتي مسؤلیتونو کم‌کاري د دې ادارې د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو په اړه مهمې پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button