د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په میاشت کې به خپل فصلي غونډه د افغانستان د وضعیت په تړاو ترسره کړي. تمه ده چې دغه غونډه د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی دفتر (یوناما) رول او کړنې وڅېړي.
د شورا د رسمي معلوماتو له مخې، د یوناما سرپرسته جورجت ګانیون به له یو شمېر هغو چارواکو سره چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پورې اړه لري، په دې غونډه کې ګډون وکړي. دا چارواکي به د افغانستان د بشري او سیاسي وضعیت په اړه خپلې ارزونې او نظریات وړاندې کړي.
که څه هم د غونډې دقیقه نېټه او تفصیلي اجنډا لا تر اوسه اعلان شوې نه ده، خو دا غونډه د سیاسي او نړیوالو اړخونو له پلوه ځانګړې اهمیت لري. په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان واک لري، نړیواله ټولنه د یوناما په څېر نړیوالو بنسټونو ته د بشري حقونو ساتنې او مرسته رسونې په برخه کې زیات پام اړوي.
یوناما هغه اداره ده چې ماموریت یې تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تمدید شوی او کړنې یې په ډېرو برخو کې، په ځانګړې توګه د ښځو، خبریالانو او له زیان سره مخ افغان وګړو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې، تر څارنې لاندې دي او ترې تمه کېږي.




