مهم خبرونهنړیوال

سی‌ان‌ان: د میناب د برید توکي د تاماهاک توغندیو سره ورته دي

د سی‌ان‌ان د راپور له مخې، د ایران د میناب ښار په یوه د نجونو ښوونځي د لګېدلو توغندیو پاتې شونې ښيي چې د دغو ټوټو ځانګړتیاوې د «تاماهاک» کروز توغندیو سره سمون لري؛ هغه توغندي چې په عادي توګه د متحده ایالاتو په پوځي زېرمتونونو کې کارېږي.

د دې شبکې د وینا له مخې، د پوځي چارو کارپوهانو سی‌ان‌ان ته ویلي چې له پاتې شونو څخه خپاره شوي انځورونه له «تاماهاک» توغندیو سره د پام وړ ورته والی لري. د سی‌ان‌ان د وېب‌پاڼې په راپور کې راغلي چې نوی خپور شوی ویډیو د دې توغندويي برید د سرچینې تر ټولو څرګنده نښه بلل کېږي.

د راپور له مخې، د «تاماهاک» توغندي د امریکا له لوري د ایران پر ضد د نظامي عملیاتو په ترڅ کې کارېږي او دا ډول وسلې ایران نه لري. سی‌ان‌ان همدارنګه د نورو خپلواکو ارزونو یادونه کړې چې د پاتې شونو د څېړنې پر بنسټ ترسره شوې دي.

له دې وړاندې، د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې هم راپور ورکړی و چې د هغو توغندیو پاتې شونې چې د ایران په سوېل کې پر یوه سمندري اډه او یوې ابتدايي د نجونو په ښوونځي د برید په تړاو ویل کېږي، د امریکا جوړو کروز توغندیو نښې په ځان کې لري.

په عین حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان د فبرورۍ په ۲۸ مه په میناب کې د ښوونځي پر ضد د شوي برید په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده. دغه برید، د راپورونو له مخې، د ۱۶۵ نجونو د وژل کېدو لامل شوی. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د پېښې د ټولو اړخونو روښانول او د عاملانو ځواب‌وینه د وسله‌والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د حقونو د رعایت لپاره اړینه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button