د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

طالبانو د کډوالو ادارې او نروې کمیټې ترمنځ ۲۱۰ زره ډالرو تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې او د نروې د کډوالو کمیټې ترمنځ یو تفاهم‌لیک د ۲۱۰ زره ۸۰۹ امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی. د یادې ادارې د رسمي راپور له مخې، دغه تفاهم‌لیک د فاریاب ولایت لپاره د داخلي بې‌ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او کوربه ټولنو د روغتیایي مرستو برابرولو او حقوقي ستونزو حل ته د رسېدنې په هدف ترسره شوی دی.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې، د نروې د کډوالو کمیټه ژمنه کړې چې یاده بودیجه به د روغتیایي بستو د وېش، قضیو د مدیریت او ارجاع لپاره د ۲۲۳۱ بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو پر اړتیاوو ولګوي. ویل شوي چې د دې ژمنو د سم پلي کېدو په صورت کې به د فاریاب د زیان‌منو کورنیو روغتیایي او اداري وضعیت یو څه ښه شي.

که څه هم د دې ډول تفاهم‌لیکونو لاسلیک کول کولای شي د بې‌ځایه شویو بېړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي، خو د کډوالۍ په برخه کې کارپوهان ټينګار کوي چې تر هغه چې د طالبانو اداره د بې‌ځایه شویو د اساسي حقونو د تأمین او د هغوی د داوطلبانه او خوندي ستنېدو لپاره منظم او شفاف پروګرامونه ونه لري، دا ډول مرستې به اوږدمهاله اغېز ونه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button