طالبانو د کمانډو او سرحدي ځواکونو لپاره نوي یونیفورمونه معرفي کړل

د طالبانو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۷مه نېټه ۱۴۰۴ کال کې، په یوه رسمي مراسمو کې د کمانډو، سرحدي او هغه څه چې د «اسلامي ملي اردو» په نوم یادېږي، د ځواکونو نوي یونیفورمونه معرفي کړل. دغه مراسم د دې ادارې د پوځي چارواکو په ګډون ترسره شول.
قاري فصیحالدین فطرت، چې د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز دی، وویل د دې یونیفورمونو د وېش موخه د نظم، انضباط او د ځواکونو ترمنځ د واحد هویت رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه چې نوی یونیفورم د یووالي او همغږۍ نښه ده او هغه کسان چې د وسلهوالو ځواکونو لیکو ته ورګډېږي، باید د هېواد دفاع خپله مسؤلیت وبولي.
په همدې مهال، عنایتالله خوارزمي، چې د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژیکو معلوماتو او خپرونو مشر دی، ټینګار وکړ چې هر نظامي باید قوي اراده او لوړه فکري وړتیا ولري او د «د هېواد د دښمنانو» پر وړاندې قاطع دریځ ولري. هغه همدارنګه له ځواکونو وغوښتل چې د پوځ د اصولو او نظام مراعت وکړي.
د نوی یونیفورم معرفي داسې مهال کېږي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د امنیتي ځواکونو جوړښت او ترکیب له پراخو بدلونونو سره مخ شوی دی. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د دې ځواکونو د جذب، روزنې او د فعالیت د څارنې په اړه له خلکو سره روڼ معلومات نه دي شریک کړي، موضوع چې د یو شمېر وګړو او څارونکو بنسټونو د اندېښنې او پوښتنو ځای شوې ده.




