طالبان په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې مقررۍ وکړې

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د دغې ادارې د مشر په لارښوونه په یو شمېر وزارتونو او دولتي بنسټونو کې نوې بدلونونه رامنځته شوي دي. د ده په وینا، دغه ټاکنې د اداري او بنسټیزو برخو د چارواکو د ځایپر ځای کولو په موخه ترسره شوې دي.
د دې اعلام له مخې، عبداللطیف منصور، چې مخکې د اوبو او برېښنا وزیر و، اوس د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت ته د وزیر په توګه ټاکل شوی. بلخوا، محمد یونس آخوندزاده چې پخوا یې د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت مشري کوله، اوس د اوبو او برېښنا وزیر ټاکل شوی دی.
همدارنګه عبدالحق همکار، چې د عامه چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال و، د برشنا شرکت د عمومي رئیس په توګه ګومارل شوی، او قاري محمد یونس رشید، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو پخوانی مرستیال، د عامه چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
په تازه بدلونونو کې، ډاکټر عبدالباري عمر، چې مخکې د برشنا شرکت رئیس و، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رئیس په توګه ګومارل شوی دی. دغه بدلونونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره، پرته له شفافې پروسې، د پارلماني څارنې او د خلکو له ونډې پرته، د چارواکو په ټاکنو او بدلونونو دوام ورکوي؛ یوه پروسه چې تل د وړتیامحورۍ او حساب ورکونې له پلوه له نیوکو سره مخ ده.




