سياستمهم خبرونه

طالبانو د ادارې په جوړښت کې نوې بدلونونه اعلان کړل

د طالبانو اداره اعلان کړې چې د دې ادارې د مشر شیخ هبت الله اخندزاده په لارښوونه، په دولتي بستونو کې یو لړ نوې بدلونونه او ټاکنې عملي شوي دي.

د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې پرېکړې له مخې عزیزالرحمان منصور، چې مخکې د حج او اوقافو وزارت مرستیال و، د پروان د نوي والي په توګه ټاکل شوی، او محمد ادریس انوري، د پروان پخوانی والي، د اداري چارو د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مشري به پر غاړه ولري.

د اعلامیې له مخې، تورجان احمدي، چې مخکې د نیمروز مرستیال والي و، د دایکندي د والي په توګه ټاکل شوی دی او نجیب الله بدخشي، د لغمان پخوانی د پولیسو قومندان، د نیمروز د مرستیال والي په توګه مقرر شوی دی. همدارنګه نجیب الله رفیع، د دایکندي پخوانی والي، د سترې محکمې د امنیتي قطعو د عمومي قومندان په توګه معرفي شوی دی.

د طالبانو د ادارې ویاند زیاته کړې چې دا فرمان یوازې په همدې مواردو نه محدودېږي، بلکې په وزارتونو کې د معینانو، د ولایتونو د پولیسو قومندانانو او د مرکز او ولایتونو د رییسانو په کچه نور بدلونونه هم پکې شامل دي. دا پرله‌پسې بدلونونه، چې د ټاکنو د شفاف معیارونو پرته ترسره کېږي، یو ځل بیا د حساب ورکونې، اداري ثبات او د خلکو د ونډې په اړه پوښتنې راولاړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button