د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د ننګرهار د سیاحتي شرکتونو له مسوولینو سره ولیدل

مولوي قدرتالله جمال، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، د سفر پر مهال د ننګرهار ولایت د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسوولینو سره ولیدل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. نوموړي په دې ناسته کې وویل چې د ګرځندوی د برخې وده ګډو هڅو ته اړتیا لري او دا سکتور کولای شي د هېواد په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
ده زیاته کړه چې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته شي او د دې سکتور د پراختیا لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې شي. خو د دې برخې فعالان وايي، په وروستیو میاشتو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، لکه محدودیتونه او د منظم پلان نه شتون، چې د شنونکو په باور کولای شي د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د جذب پر کچه اغېزه وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو هم ویلي چې هڅه کوي د دې ولایت فرهنګي، تاریخي او سیاحتي سیمو ته زیاته پاملرنه وشي. دوی زیاته کړه چې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو فعالیت نه یوازې اقتصادي اغېز لري، بلکې د هېواد د مثبت تصویر په جوړولو کې هم رول لوبوي.
د ناستې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۸۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونه په ننګرهار کې د قانوني جواز لرونکي دي او د جواز ورکولو لړۍ لا هم روانه ده. د دغو شرکتونو مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له پخوانیو همکاریو مننه وکړه او د موجودو ستونزو د عملي حل غوښتنه یې وکړه.
په پای کې، د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال ډاډ ورکړ چې وړاندې شوي وړاندیزونه به و ارزول شي او د ستونزو د هوارولو لپاره به اقدام وشي.




