طالبانو له پنجشیره له ۲۰۰۰ زیات سرتیري بدخشان او هلمند ته لېږلي

د طالبانو اداره د یوه بېساري اقدام په ترڅ کې پرېکړه کړې ده، چې د خپلو پوځي ځواکونو یوه لویه برخه له پنجشیر ولایت څخه وباسي او د افغانستان شمال ختیځ بدخشان او جنوب لویدیځ هلمند ولایتونو ته يې واستوي. د یادو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو دا پراخ بدلون په بدخشان کې د ۲۱۹ فرقې «عمر ثالث» په نوم له ۷۰۰ سرتېرو په انتقال سره پیل شوی او وروسته دا سرتیري د تاجکستان سره په پوله پرتو ولسوالیو مایمي او شکي ته استول شوي دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د ځواکونو دا لېږد له څو ورځو راهیسې پیل شوی او د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد له لوري امر شوی دی.
د سرتېرو دغه جابهجایي له هغه سره هممهاله ده، چې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې، په بدخشان کې ناامنۍ زیاتې شوي او د تاجکستان پولې ته نژدې د چینايي کارګرانو وژنې پېښه شوې ده. دا وضعیت د طالبانو د ادارې د امنیتي لومړیتوبونو بدلون ښيي.
کارپوهان باور لري، دا ډول پوځي اقدامات ښايي د سیمې د امنیت وضعیت، د خلکو د حقونو او بشري وضعیت په اړه اندېښنې او غبرګونونه راوپاروي، په تېره بیا که په پام کې ونیول شي چې طالبانو لا هم د بشري حقونو د سرغړونې، حساب نه ورکونې او له سیمې څخه ورهاخوا تهدیدونو په اړه له جدي نیوکو سره مخ دي.




