سياستمهم خبرونه

د طالبانو اداره وايي د يمن وروستي بدلونونه له نږدې څاري

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د يمن وروستي بدلونونه له نږدې تعقيبوي او د هغو اړونده لورو د هڅو هرکلی کوي چې د دې هېواد ملي يووالی، سوله او ثبات وساتي. په يوه اعلاميه کې چې د دغه وزارت له لوري خپره شوې، د يمن د کړکېچ د لا ژورېدو او بې‌ثباتۍ د مخنيوي پر ارزښت ټينګار شوی او ويل شوي چې د اختلافونو دوام کولای شي د دغه هېواد کورنی امنيت او د سيمې ثبات له ګواښ سره مخ کړي. دغه وزارت له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د يمن ملي يووالي او ثبات ته زيان رسوي او خپلې موجودې لانجې د تفاهم او خبرو اترو له لارې هوارې کړي. يمن په وروستيو کلونو کې له پراخو سياسي او امنيتي کړکېچونو سره مخ شوی، چې اغېزې يې د دغه هېواد له پولو واوښتې او د سيمه‌ييزو او نړيوالو لوبغاړو پام يې هم ځان ته رااړولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button