سياستمهم خبرونه

د امر بالمعروف وزیر په کابل کې د قانون پر پلي کولو ټینګار وکړ

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزیر له کابل ښار او اړوندو ولسوالیو د محتسبینو غوښته کړې چې د قانون په پلي کولو او خپلمنځي همغږۍ کې لا جدي هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې په هغه ناسته کې وکړې چې د دې ادارې مسوولین په کابل کې ګډون درلود.

محمد خالد حنفي، د یادې ادارې وزیر، په دې غونډه کې وویل چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د «اسلامي نظام» ځانګړنې دي او پرته له دې هېڅ نظام اسلامي نه شي بلل کېدای. هغه د ادارې د لارښوونو پر پوره عملي کولو ټینګار وکړ.

د امر بالمعروف اداره له هغه وروسته چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، خپل فعالیتونه په بېلابېلو برخو کې پراخ کړي او د دې ادارې محتسبین د ټولنې په بېلابېلو برخو کې حضور لري. خو د دې ادارې کړنې تل د خلکو او د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.

منتقدان وايي، د ځینو لارښوونو سخت پلي کول، په ځانګړي ډول هغه چې له فردي ازادیو او د ښځو له حقونو سره تړاو لري، د خلکو په ورځني ژوند کې پراخ محدودیتونه رامنځته کړي دي. سره له دې اندېښنو، د طالبانو اداره تر اوسه د دې ادارې په کړنلاره کې د بدلون اعلان نه دی کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button