پاپ لئو څوارلسم لبنان ته درې ورځنی سفر پیل کړ

د کاتولیکو عیسویانو نړیوال مشر، پاپ لئو څوارلسم، نن مازیګر یکشنبه د بیروت په نړیوال رفیق حریري هوايي ډګر کې د خپل درې ورځني سفر پیل وکړ. هغه به د لبنان له لوړو چارواکو سره، چې پکې د دغه هېواد ولسمشر، د پارلمان رئیس او صدراعظم شامل دي، د خپل سفر په لومړیو ساعتونو کې لیدنه وکړي.
د پاپ رسمي هرکلی د بعبدا د ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره کېږي، چیرې چې د لبنان ولسمشر جنرال جوزف عون د هغه هرکلي ته ور وځي. له هغې وروسته پاپ د پارلمان له رئیس نبیه بری او صدراعظم نجیب میقاتی سره جلا جلا غونډې لري. د ورځې په پای کې به پاپ د دولتي چارواکو، مدني بنسټونو استازو، او دپلوماتیکو پلاوو سره یوه ناسته ولري او رسمي وینا به وکړي.
د سفر دوهمه ورځ مذهبي مراسمو او له مسیحي پیروانو سره لیدنو ته ځانګړې شوې. ټاکل شوې چې د درېیمې ورځې په پای کې پاپ د جلالدیب په سیمه کې د صلیب راهبو روغتون او د بیروت بندر د چاودنې ساحه وګوري. پاپ به د چاودنې سیمې کې د قربانیانو په درناوي د څو شیبو لپاره دوعا وکړي.
د رسمي پروګرامونو وروستۍ برخه به د بیروت سمندر کنارې ته یوه مذهبي مراسم (عشای ربانی) وي چې تمه کېږي له زرګونو خلکو سره ترسره شي. پاپ به د سهشنبې له غرمې وروسته بیروت پرېږدي او بېرته روم ښار ته ستون شي.
د لبنان په ټولنیز چاپېریال کې د پاپ سفر پراخ انعکاس درلودی، د بیروت اوسېدونکو د هغه انځورونه د دیني مشرانو، په ځانګړي ډول سید حسن نصرالله، سره په ښار کې لګولي، کوم چې د دغه سفر د مذهبي یووالي اهمیت څرګندوي.




