روغتيامهم خبرونه

د طالبانو وزیر: نارینه ډاکتران د ښځینه ناروغانو لپاره «محرم» دي

د طالبانو د ادارې د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني وايي، نارینه ډاکتران د ښځینه ناروغانو لپاره «محرم» ګڼل کېږي او کولای شي د هغوی هغه برخې معاینه کړي چې نورو لپاره نامحرم ګڼل کېږي. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو اداره ښځې له طب زده کړو او لوړو تحصیلي فرصتونو بې برخې کړې ده.

نعماني په دې غونډه کې ویلي دي: «زه چې وزیر یم، په دې ښار کې د یوې ښځې د مخ لیدو اجازه نه لرم. خو تاسو (ډاکترانو) ته دا صلاحیت درکړل شوی چې کله یوه ښځه د عملیاتو پر میز وغزول شي، د هغې ټول محاسن ستاسو مخې ته وي او تاسې تر دې حده واکمن شوي یاست چې د هغې جامې هم وباسئ.»

دغه دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې د طالبانو د زده کړو محدودیتونو د ښځو د روغتیایي زده کړو زمینه خورا محدوده کړې او د روغتیايي خدمتونو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د دغو پالیسو دوام به د افغانستان روغتیایي نظام له نوي بحران سره مخامخ کړي.

افغانستان له وړاندې هم د ښځینه ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې، مخامخ و. د ځینو سیمو فرهنګي بندیزونه دا ستونزه لا پسې ډېروي، ځکه د ښځینه پرسونل نشتوالی د ښځو د درملنې لاسرسی محدودوي؛ یو حالت چې د طالبانو د تعلیمي او روغتیایي تګلارو جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button