سياستمهم خبرونه

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د خلکو او نظام اړیکه د پلار او زوی په څېر وبلله

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، د کابل د پنځلسمې ناحیې د «امارتي ښارګوټي» په سیمه کې د يو جومات د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې وويل، د خلکو او روان نظام ترمنځ اړيکه د پلار او زوی د اړيکې په څېر ده.

نوموړي په دې مراسمو کې ادعا وکړه چې اسلامي نظام د خپلو اصولو په چوکاټ کې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو مسؤلیت لري، او په بدل کې خلک هم مكلف دي چې دغه نظام ومني. ده ټینګار وکړ چې د طالبانو د ادارې له نظره د اسلامي نظام منل يو مدني مسؤلیت ګڼل کېږي.

حنفي زياته کړه چې د ټولو وزارتونو دروازې پر اتباعو خلاصې دي او خلک کولای شي خپلې نيوکې او وړانديزونه وړاندې کړي. د ده په وينا، حاکم نظام هڅه کوي چې د هر وګړي حقونه د قرآن، اسلامي شريعت او د حنفي فقهې پر بنسټ تأمين کړي.

خو د يو شمېر اتباعو او څارونکو بنسټونو په وينا، د حکومت او خلکو د اړيکې د پلارسالارۍ له جوړښت سره تشبيه د حساب ورکولو، د انتخاب حق او د ازادې ونډې له مفهوم سره سمون نه خوري. د انتقاد کوونکو په باور، د بيان د ازادۍ محدوديتونه، د ښځو له عامه ژوند څخه حذف، او د شکايتونو د اورېدلو د شفاف ميکانيزمونو نشتوالی د «خلاصو دروازو» ادعا له جدي پوښتنو سره مخ کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button