د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د جزايي قانون منتقدان «کافران» وبلل

ندا محمد ندیم، د طالبانو د ادارې د لوړو زدهکړو وزیر، د یوې جنجالي وینا پر مهال د دې ادارې د نوي جزايي اصولنامې منتقدان «کافران» بللي او ویلي چې د طالبانو قوانین د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړ شوي دي.
هغه دا څرګندونې د پکتیا ولایت په «عبدالله بن مبارک» مدرسه کې د یو شمېر طالبانو د فراغت په مراسمو کې وکړې. ندیم ادعا وکړه چې د طالبانو ادارې قوانین او فرامین داسې ترتیب شوي چې د ده په وینا، «کافران» پرې اعتراض نه شي کولای. نوموړي زیاته کړه چې د جزايي قانون پر ضد اعتراض د شریعت او اسلام له ټولنې د لرې کولو هڅه ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د طالبانو د جزايي اصولنامه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ ده. یو شمېر مدني فعالانو، سیاسي څېرو او دیني عالمانو ویلي چې دا سند نه یوازې له اساسي بشري حقونو سره په ټکر کې دی، بلکې د اسلامي ارزښتونو سره هم سمون نه لري او یوازې د طالبانو د ادارې ځانګړې دیني تفسیر څرګندوي.
د دغو غبرګونونو په دوام، د طالبانو د ادارې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ادارې د قوانینو اعتراض «د شریعت پر وړاندې اعتراض» ګڼل کېږي او د جرم په توګه قانوني څارل کېږي. دغه وزارت له دې وړاندې په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو ټول تقنیني اسناد د دوی په وینا شرعي سرچینه لري او هېڅ ماده یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه ده.
د عدلیې وزارت همدارنګه ویلي چې پر طالبانو د قوانین نیوکې «شرعي او علمي بنسټ» نه لري او دا د «جهالت» پایله ده. د منتقدانو په باور، دا دریځ د نیوکو د محدودېدو، د بیان د ازادۍ د ځپلو او د دیني ارزښتونو د ابزاري کارونې څرګندونه کوي تر څو د مخالفتونو غږ خاموش شي.




