د طالبانو د پوځ د رئیس او د قطر د امیر کتنه په دوحه کې ترسره شوه

قاري محمد فصیحالدین فطرت، د طالبانو د ادارې د وسلهوالو ځواکونو رئیس، د DIMDEX 2026 نړیوالې دفاعي او سمندري نندارتون کې د ګډون لپاره دوحې ته سفر کړی و. نوموړي د دې نندارتون په څنډو کې له لوړپوړو قطري چارواکو سره هم لیدنې کړې دي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، هغه د سفر په لومړۍ ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لنډه کتنه کړې ده، خو د دې لیدنې جزئیات تر اوسه نه دي افشا شوي.
یوه ورځ وروسته، د طالبانو د ځواکونو رئیس د قطر له جګپوړي پوځي چارواکي جنرال جاسم بن محمد المناعی سره هم لیدلی. په دې ناسته کې دواړو لورو د دوهاړخیزو همکاریو او متقابلو اړیکو په اړه خبرې کړې، او د یادګار لوحو په ګډون سمبولیکې ډالۍ یې تبادله کړي دي.
دا لیدنې د قطر او افغانستان ترمنځ د عملي او محتاطو اړیکو په چوکاټ کې ترسره شوې دي؛ اړیکې چې څو کاله وړاندې، په ځانګړي ډول د طالبانو د سیاسي دفتر د میزبانۍ له لارې پیل شوې او د قطر رول د افغانستان په اړه د امریکا له متحدو ایالتونو سره د خبرو د اسانتیا او د بشري مرستو د دوام په برخه کې هم څرګند شوی دی.




