اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د مس عینک پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

د طالبانو تر ولکې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د «MGA» کمپنۍ له مشر سره په لیدنه کې د مس عینک د پروژې د کار د چټکیدو غوښتنه کړې ده. د دې وزارت د مطبوعاتو ریاست وایي، چې په دې ناسته کې د یادې کمپنۍ مشر د روان کال لپاره د تصویب شوې طرحې پر بنسټ د پروژې د وروستيو پرمختګونو راپور وړاندې کړ.

د لوګر ولایت مس عینک پروژه د سیمې له تر ټولو لویو پیژندل شویو د مسو زېرمې ګڼل کېږي چې له کلونو راهیسې د بشپړ فعالیت په تمه ده. سره له دې، چې طالبان په رسمي خبرو اترو کې له بهرنيو کمپنيو سره د همکاریو پر دوام ټینګار کوي، خو د سترو استخراجی پروژو د پلي کېدو کُندويي او د قراردادونو نه شفافیت د کانونو سکتور لویې اندېښنې دي.

ملا بدري په دې لیدنه کې ویلي، چې د هغه تر مشرتابه لاندې وزارت د مس عینک پروژې د ساختماني او استخراجی چارو د تطبیق او چټکتیا لپاره د هر ډول همکارۍ چمتووالی لري. ګڼ شمېر اقتصادي کارپوهان باور لري، چې د داسې پروژو ریښتینی سرعت تر هغه وخته ممکن نه دی، څو چې بشپړه شفافیت، د کار سیمو امنیت او د اړخونو ترمنځ باور رامنځته نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو اداره د مالي محدودیتونو او مؤثرې ادارې نشتوالي له امله د بهرنیو پانګونو د جذبولو په برخه کې له پراخو ننګونو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button