د هندوانو او سکانو د شورا د رئيس ليدنه د طالبانو له يو مقام سره په ارګ کې شوې

د طالبانو د ادارې د صدراعظم دفتر ويلي چې د دغه دفتر عمومي رئيس عبدالواثع نن په ارګ کې د افغانستان د هندوانو او سکانو د شورا له رئيس منجيت سنګ لمبا او د شورا له يو شمېر غړو سره ليدنه کړې ده.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د هندوانو او سکانو د ټولنې استازو په دې ليدنه کې د خپلو اندېښنو يادونه کړې ده، چې پکې د دې مذهبي لږکي د ځمکو د غصب مسئله او په بوټو درملو يا طبابت کې د فعاليت جواز ترلاسه کولو اړوند ستونزې شاملې وې.
عبدالواثع په غونډه کې ډاډ ورکړی چې دا موضوعات به د طالبانو د ادارې له اړوندو بنسټونو سره شريک شي. خو تر اوسه د دې اندېښنو د عملي حل په اړه جزئيات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان د هندوانو او سکانو ټولنه د دغه هېواد له مذهبي لږکيو څخه ده، چې په تيرو کلونو کې د امنيتي ننګونو، پراخې کډوالۍ او د ملکيتونو د حقوقي ستونزو سره مخ شوې ده. تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د دې هېوادوالو د قانوني غوښتنو په وړاندې روښانه او مسوولانه ګامونه پورته کړي.




