د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د اختر له مخې د بازارونو څارنه زیاته کړې

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت اعلان کړی چې د کوچني اختر له نېژدې کېدو سره، د دې وزارت د محتسبینو څارنه په ټولو ولایتونو کې د بازارونو او سوداګریزو مرکزونو پر فعالیتونو زیاته شوې ده. د دې وزارت په وینا، دغه اقدام د ګرانفروشی، احتکار او د معاملو په چارو کې د “شرعي احکامو” د پلي کېدو د څارنې لپاره ترسره کېږي.
مولوي سیف الاسلام خیبر، د وزارت ویاند، ویلي چې محتسبین هڅه کوي د اختر له وړاندې له دې امله د خلکو د اړتیاوو د ناوړه استفادې مخه ونیسي. ده له سوداګرو او پلورونکو غوښتي چې په خپلو معاملاتو کې صداقت او انصاف وساتي او د دې ادارې ټاکل شویو معیارونو ته پام وکړي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دغو څارنو پر مهال لسګونه دوکانونه او سوداګریز مرکزونه د ټیټې کیفیته، د نېټې تېر شویو او په لوړه بیه د توکو د پلورلو له امله تړل شوي دي. ویل کېږي، د دغو دوکانونو مالکین د لا ډېرو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
د محتسبینو د حضور او صلاحیت د پراختیا دا پړاو په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې مخکې هم د دې ادارې د څارنې د تګلارو او سلیقوي چلندونو په اړه اندېښنې راپورته شوې وې. له دې سره، که څه هم یو شمېر وګړي د بیو د کنټرول له څارنې ملاتړ کوي، خو یو شمېر اقتصادي فعالان بیا د لا زیات شفافیت او د کاروباریانو پر وړاندې د غیرقانوني فشارونو د مخنیوي غوښتونکي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دا اقدامات د بازار د تنظیم او د مصرفوونکو د حقونو د ساتنې د خپل مسؤلیت یوه برخه بولي. دغه اداره له هغه راپدېخوا چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې پراخ صلاحیتونه ترلاسه کړي دي.



