ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

طالبانو په هرات کې د ښځو لپاره د چادري اغوستل اجباري کړي

د طالبانو اداره په هرات ولایت کې یو ځل بیا پر افغان ښځو نوې محدودیتونه لګولي او د دغه ولایت په ټولو ښځینه ښوونکو یې د چادري اغوستل لازمي کړي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مقرر والي، نوراحمد اسلام‌جار، تېرې اونۍ په یوې رسمي غونډه کې دا فرمان اعلان کړی. د دې حکم له مخې، هېڅ ښوونکې نشي کولای د چادري له اغوستو پرته ښوونځي ته داخله شي.

همداراز یوه غږیزه ثبت شوې پیغام چې د ښوونکو او دولتي کارکوونکو ترمنځ لاس په لاس کېږي، پکې یوه کس، چې ګمان کېږي د یوه ښوونځي مسوول وي، وایي چې د طالبانو د معارف ریاست په هرات کې ټینګار کړی، ښځینه ښوونکې د چادري پرته حتا د ټولګي حاضرۍ حق هم نه لري. له دغه پیغام سره خپره شوې عکس یوه ډله ښځینه ښوونکې ښيي چې په یو ښوونځي کې چادري اغوستې ده.

همداراز د آمو تلویزیون د راپور له مخې، دغه محدودیتونه یوازې ښوونځیو پورې محدود نه دي، بلکې ښځې د تېرو ورځو کې پرته له برقعې د حوزوي روغتون، مرکزي زندان، د نفوسو احوال ثبت ادارې، د معارف ریاست او ان بانکونو ته هم نه دي پرېښودل شوي. د راپور له مخې، دا ښځې سره له دې چې اسلامي حجاب یې رعایت کړی و، ساعتونه د دروازو تر څنګ ولاړې وې، خو دننه ته د تګ اجازه یې نه ده ترلاسه کړې.

یوه هرات مېشتې ښځې آمو تلویزیون ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د احوال نفوسو ادارې ته د کار ترسره کولو لپاره مراجعه وکړه، خو د برقعې د نشتوالي له امله یې د ننوتلو مخه ونیول شوه، سره له دې چې حجاب یې بشپړ اسلامي و. نوموړې له طالبانو غوښتي چې د ښځو ژوند دې نور له دې زیات ستونزمن نه کړي.

یو بل هراتي ویلي، هغه مهال چې حوزوي روغتون ته د خپل ناروغ د لیدو لپاره تللی و، طالبانو نه ده هغه پرېښی او نه یې نورې ښځې چې سره له دې چې چادرې یې اغوستي وې. نوموړي ویلي، حتا ښځینه ډاکټرانو ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپل کار ته ستنې شي، سره له دې چې ناروغان یې درلودل.

ځايي سرچینو دا هم تایید کړې چې د نړیوالو موسسو لکه “ډاکټران بې‌پولې” او د سره میاشتې ټولنې ښځینه کارکوونکې هم په دې فرمان کې شاملې دي او یوازې د برقعې په اغوستلو کولای شي خپلو دفترونو ته لاړې شي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو اداره په هرات کې د ښځو لپاره د مانتو اغوستل بند کړي و او “چادرې” یې یوازینی قابل‌قبول لباس بللی و. اوس چې چادري او برقعه آن پر ښوونکو او ډاکټرانو لازمي شوې، د عامه ژوند ساحه د ښځو لپاره ورځ تر بلې محدودېږي.

دا طالباني اقدامات د مدني بنسټونو او د ښځو د حقونو د مدافعو ډلو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د افغانستان د ښځو د تاریخ تحول غورځنګ د طالبانو دا پرېکړه له یوې اعلامیې سره «د ښځو د بشري حقونو او انساني کرامت ښکاره، دوامداره او سیسټماتیک نقض» بللی او د دغو محدودوونکو سیاستونو د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button