۶۷ محصلان د معاذ بن جبل پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

د طالبانو د دفاع وزارت وایي چې ۶۷ محصلان د دې وزارت اړوند د معاذ بن جبل ملي پوځي اکاډمۍ څخه د څلورو کلونو مسلکي زده کړو تر پای ته رسېدو وروسته فارغ شوي دي.
د سرچينو په وينا، د دغو محصلانو د فراغت په مراسمو کې د طالبانو د ادارې يو شمېر وزيران هم حاضر وو او ويناوې يې وکړې.
په دغه مراسمو کې د طالبانو د ادارې د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير د پوځي روزنې عقيدتي رول ته په ټینګار سره وويل، د دغه ادارې د روزنتونونو اساس په عقيده ولاړ دی او د اوسني نظام ساتنه یې د فارغانو اصلي لومړيتوب ياد کړ.
همدارنګه د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزير فارغانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړه چې د ټولنې هيلې له دې نسل سره تړلې دي او له هغوی يې وغوښتل چې دغه هيلې په عمل کې پوره کړي. دا په داسې حال کې ده چې منتقدان پرلهپسې ټينګار کوي، د طالبانو تر ادارې لاندې تعليمي او پوځي نظام له فکري محدوديتونو او د معياري زده کړو له نه شتون سره مخامخ دی.




