د طالبانو ادارې د ټیټې کېفيت تېلو واردات سرغړونه وبلله

د طالبانو اداره وايي هر ډول د تېلو او ګازو واردات چې د نافذه معیارونو سره سمون ونه لري، سرغړونه ګڼل کېږي او عاملین به اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ټیټې کېفيت تېلو او ګازو د وارداتو د مخنیوي د ځانګړې کمېټې له لوري خپره شوې، ټینګار شوی چې ټول وارداتي شرکتونه مکلف دي تېل یوازې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو پر بنسټ هېواد ته وارد کړي.
د اعلامیې له مخې، هغه اشخاص او شرکتونه چې د دغو معیارونو خلاف تېل وارد کړي، قانوني چلند به ورسره وشي او د هغوی دوسیې به اړوندو قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.
همدارنګه له ټانکونو او پټرولو پمپونو غوښتنه شوې چې تېل یوازې له رسمي اجازې لرونکو شرکتونو څخه واخلي او د پېرلو اسناد له ځان سره وساتي.
دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ټیټې کېفيت تېلو د کارونې، د هوا د ککړتیا په زیاتېدو او د وسایطو د خرابېدو په اړه پراخ شکایتونه راپور شوي دي. منتقدان وايي، د طالبانو ادارې د دوامدار او شفاف نظارت نشتوالی د ټیټې کېفيت تېلو د بازار ته د ورننوتو زمینه برابره کړې او یوازې د خبرداري ورکول، پرته له عملي میکانیزم، د خلکو د اندېښنو د هواري لپاره بسنه نه کوي.




