د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

طالبانو د لوګر په نولس سلنه سيمو کې مخابراتي پوښښ اعلان کړ

د طالبانو د حکومت د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې په لوګر ولایت کې ۳۱ نوې مخابراتي انتنونه فعاله شوي او له دې لارې شاوخوا ۹۰ سلنه سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر کې ټول ۱۰۷ مخابراتي انتنونه په بېلابېلو برخو کې فعال دي چې ډېری یې د انټرنېټ او ټیلیفوني مکالمو خدمتونه خلکو ته برابروي.

لوګر د کابل ګاونډی ولایت دی او د مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، د اوسېدونکو د تلپاتې غوښتنو له ډلې ده. خو وزارت تراوسه د خدماتو د کیفیت، د لرې پرتو سیمو د حقیقي پوښښ او د لګښتونو په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو تر دې وړاندې هم د شبکې د کیفیت د ښه کېدو، د پرې کېدو د ستونزې د کمېدو او د با‌ثبات انټرنېټ د عادلانه لاسرسي غوښتنه کړې وه؛ داسې موضوع چې تمه کېږي د طالبانو اداره به د پوښښ د پراخېدو تر څنګ ورته پاملرنه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button