ټولنه‌یزمهم خبرونه

د رواداري بنسټ: طالبان د جزايي اصول‌نامې له لارې مذهبي تبعيض قانوني کړی

د «رواداري» د بشري حقونو بنسټ ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې محکمو د جزايي اصول‌نامې له مخې، د مذهبي لږکیو پر وړاندې تبعيض او د بنسټیزو ازادیو محدودول په رسمي او قانوني بڼه شامل شوي دي.

دغه بنسټ د چارشنبې په ورځ، د دلوې میاشتې په لومړۍ نېټه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اصول‌نامه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له تایید وروسته د پلي کولو لپاره قضایي ادارو او ولایتونو ته لېږل شوې ده.

د «رواداري» بنسټ د معلوماتو له مخې، دا سند په درېو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو تنظیم شوی او هغه موارد پکې شامل دي چې د انساني کرامت نقض، د بیان او تفکر د ازادۍ محدودول، او بې‌دلیله نیونې او سزاګانې د محکمو د اجرایي چوکاټ په توګه تثبیتوي.

«رواداري» د دې اصول‌نامې منځپانګه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دغه مقررات له نړيوالو بشري حقونو او د عادلانه محاکمو له بنسټیزو اصولو سره په څرګنده ټکر کې دي؛ یوه موضوع چې د طالبانو د قضایي نظام په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button