دوهم سرلیکمهم خبرونهنظرونه

ايا طالبان د صفر نقطې په لور نژدې کېږي؟

د اته‌صبح ورځپاڼې وېبپاڼې د نیوز۱۸ د راپور په حواله ليکلي، چې طالبان د خپلې ډلې د مشر ملا هبةالله اخندزاده د لرې کولو ارزونه کوي. اوس دا پوره روښانه ده چې طالبان له ژورې دننۍ وېش او اختلافاتو سره مخ دي، او دغه اختلافونه کله ناکله د نظامي نښتو تر پولو رسېدلي دي. ځینې کارپوهان د سراج‌الدين حقاني لپاره د «خلیفه» لقب کارول د طالبانو د يوې برخې هڅه بولي، څو د دې ډلې مشري ترلاسه کړي او واک له «اميرالمؤمنين» څخه «خليفه» ته انتقال کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملا هبةالله د مړينې اوازې له کلونو راهيسې شته، او د طالبانو له خوا د تېر يو نيم کال په موده کې د خپل مشر د څېرې پټولو هڅې دا شکونه نور هم پياوړي کړي دي. د دې ډلې د تشکل پر يووالي د ملا هبةالله د لرې کولو منفي اغېزې ته په کتو، دا ډېره لږ امکان لري چې د عادي حالاتو په ترڅ کې طالبان دومره سخت پریکړه وکړي؛ پرته له دې چې ومنو، ښايي داسې يو شخص په اصل کې وجود ونه لري، او د طالبانو هغه برخه چې د مشرتابه له خپل کنټرول څخه د وتلو وېره لري، د رهبر د بدلون د موضوع په رااخيستلو سره غواړي يو عيني، ښکاره او د خلکو د منلو وړ شخص د اميرالمؤمنين په څېر د دې څوکۍ لپاره وړاندې کړي. د ملا هبةالله شخصيت د طالبانو په منځ کې نسبتا کاريزما لري، او تر اوسه «خليفه» د هغه په وړاندې د ځان څرګندولو توان نه‌دی درلودلی. خو لا څرګنده نه ده چې خليفه به د بل اميرالمؤمنين تر لاس لاندې کار کولو توان ولري که نه. له دې سره، که د رسنيو راپورونه سم وي او په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رهبرۍ د بدلون موضوع په جدي ډول راپورته شي، داسې ښکاري چې د دې بدلون اصلي لامل د دې ډلې د مديريت پروګرامونه نه‌دي، بلکې د طالبانو د بېلابېلو څانګو ترمنځ د قدرت دننه جګړه ده. دا د قدرت جګړه کېدای شي د طالبانو د دننه له منځه تلو، په هېواد کې د ګڼو قدرتي ټاپوګانو د جوړېدو او د سيمې د نویو شخړو او نښتو د پيل سبب شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button