دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د طالبانو د مشرانو د محاکمې غوښتنه د «د بشريت ضد جنايتونو» په تور د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې

۳۳ د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو په يوه پرانيستې ليک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې اتيايمې ناستې مشره انا لينه بربوک ته د جنډر يا جنس پر بنسټ د تبعيض يا «جنسي آپارتايد» د رسمي پېژندنې او د طالبانو د ادارې د مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې ده. دغو بنسټونو ټينګار کړی چې د طالبانو د ادارې پاليسۍ په شعوري، منظم او پړاو په پړاو ډول ښځې له ټولنيزې ونډې ايستلې دي.

په ليک کې راغلي چې افغانستان دا مهال د بشري حقونو له هغو ژورو بحرانونو سره مخ دی چې د معاصر وخت تر ټولو سخت ګڼل کېږي. د ليک د لاسليک کوونکو په وينا، دا بحران د طالبانو د ادارې د امرونو، پاليسو او منظم کارونو مستقيمه پايله ده. هغوی څرګنده کړې چې دا وضعيت تصادفي نه دی، بلکې د يو ډيزاين شوي پلان برخه ده چې هدف يې د ښځو له ټولنيز ژوند څخه حذف دی.

د دغو بنسټونو په باور، هغه څه چې «يو بشپړ جنسي آپارتايد» بلل شوی، د بشري حقونو پراخ او دوامدار نقض ګڼل کېږي او د افغانستان د نفوس نيمې برخې د انسانيت، ذاتي کرامت او حقوقي شخصيت منظم انکار ښيي. په ليک کې ټينګار شوی چې دا وضعيت «يو پراخ نړيوال جنايت» ګڼل کېږي.

د افغانستان د ښځو د غږ غورځنګ، د ازادۍ غوښتونکو ښځو غورځنګ، د افغانستان د ښځو د آزادۍ فانوس غورځنګ او د برابرو حقونو لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ، د ۲۹ نورو بنسټونو په ګډون دا ليک لاسليک کړی دی. دغو ټولنو له د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې مشرې غوښتي چې د نړيوالې قانوني، ديپلوماتيکې او اداري وړتياوو په کارولو سره دې دغه روان وضعيت ودروي او د افغان ښځو پر وړاندې د جنسي آپارتايد د جرم پېژندنې لپاره قانوني ګامونه پورته کړي.

لاسليک کوونکو همدا راز غوښتنه کړې چې د طالبانو له ادارې سره د تعامل، عادي کولو او د مشروعيت ورکوونکو پروسو، په ځانګړې توګه د دوحې له بهير څخه، دې لاس واخستل شي. هغوی خبرداری ورکړی چې د داسې بهيرونو دوام به نه يوازې عدالت او بشري حقونه له جدي پوښتنو سره مخ کړي، بلکې د نړيوال قانون نظم به هم کمزوری کړي او کېدای شي د سرکوب او بې‌عدالتۍ نمونې په نړيواله کچه پياوړې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button