طالبان: زموږ مشران لاهم پاکستان د دښمن په توګه نه ګڼي

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکې او امنیتي اړیکې ډېرې ترینګلې راپور شوي، د طالبانو د ادارې یوه باصلاحیته سرچینه ویلي، د دې ډلې مشران تر اوسه پاکستان د «دښمن» په توګه نه ګڼي. دا څرګندونې سمیع یوسفزی، سیاسي فعال او خبریال، د طالبانو له یوې بااعتماده سرچینې سره تر مرکې وروسته خپرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو مشران باور لري چې ستونزه د پاکستان د سیاسي نظام په ټوله کچه کې نه ده، بلکې هغه څه چې دوی یې «یوه ځانګړې کړۍ» بولي، د ترینګلتیاوو اصلي لامل دی. سرچینه زیاته کړې: «موږ مسلمانان یو او هغوی هم مسلمانان دي، نو ولې باید زموږ ترمنځ ستونزه وي؟»
په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت وسلوالې نښتې رامنځته کېږي او د بېباورۍ فضا ډېره شوې، خو داسې ښکاري چې د طالبانو د مرکزي مشرتابه کچه لاهم د پاکستان په اړه نرم دریځ لري.
سمیع یوسفزي د دې دریځ په غبرګون کې لیکلي چې سیاست یوازې پر پاکو نیتونو او مذهبي باورونو نه چلیږي، بلکې د سیاست واقعیتونه خپله ځانګړې منطق لري چې د سیمهییزو معادلو د بشپړ درک اړتیا لري. ځینې شنونکي ټینګار کوي چې د دې دریځ دوام پرته له عملي بیاکتنې، کولای شي افغانستان د امنیتي بدلونونو او بهرنیو فشارونو پر وړاندې لا زیانمن کړی.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېرو دوو لسیزو کې تل له لوړو ژورو سره مل وې. د پولو امنیت، د وسلوالو ډلو شتون او د دیورند کرښې پر سر اختلافونه د دواړو خواوو ترمنځ د اصلي ترینګلتیاوو ځینې مهم موارد ګڼل کېږي. له دې سره سره، د طالبانو د ادارې لهخوا د اسلاماباد په اړه د یوې روښانه او ځوابورکې تګلارې نشتوالی دا پوښتنه راپورته کوي چې د دې ادارې اوږدمهاله ستراتیژي د جنوبي ګاونډي په اړه څه ده.




