سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د خلکو د ملاتړ غوښتنه؛ خو د پاکستان له جګړې یې یادونه ونه کړه

د طالبانو د ادارې مشر، هبت‌الله اخندزاده، د کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام چې د دوشنبې په ورځ د ذبیح‌الله مجاهد له لوري خپور شو، کې د خپل تر مشرتابه لاندې د نظام د ملاتړ، د یووالي د ساتنې او د دغه ادارې د فرمانونو د پلي کېدو ټینګار وکړ؛ خو د پاکستان سره د پوله‌يي نښتو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې څه ونه ویل. اخندزاده په خپل پیغام کې د افغانستان خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د طالبانو د ادارې د پیاوړتیا لپاره له چارواکو ملاتړ وکړي او له اختلافونو ځان وساتي. هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې «بشپړ امنیت» ټینګ شوی او خلک د تېرو کلونو په پرتله له امنیتي پلوه په ښه حالت کې دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستان د ځواکونو ترمنځ پوله‌يي نښتې روانې دي او دواړو خواوو یو بل د ملکي وګړو په وژنه تورن کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغو نښتو په پایله کې لسګونه ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ټپیان شوي او لسګونه زره تنه له پوله‌يي سیمو بې‌ځایه شوي دي؛ دا موضوع د طالبانو د «بشپړ امنیت» له ادعا سره په ټکر کې ګڼل کېږي. د پاکستان سره د زیاتېدونکو تاوتریخوالی وروسته، اخندزاده په خپل لومړي پیغام کې یوازې د «یووالي د ساتنې» ټینګار وکړ خو په څرګنده د دغو نښتو یادونه یې ونه کړه. د ده چوپتیا د بریدونو او د هغوی د پایلو په اړه، د ځينو سیاسي څېرو غبرګونونه راپارولي دي. اخندزاده همدارنګه پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، له نورو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو «ارزښتونو او عقیدو» ته درناوی وکړي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسلمانانو پر وړاندې ناسم چلندونه وغندل. د پیغام په بلې برخې کې، د طالبانو مشر د خپلې ادارې د فرمانونو د بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ، په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قوانینو په برخه کې، او له ملايانو یې وغوښتل چې د «ځوانانو د فکري اصلاح» په برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي. هغه د امر بالمعروف وزارت د محتسبانو فعالیت د خپل حکومت د مهمو اهدافو برخه وبلله. خو په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د وضعیت یادونه نه وه شوې؛ په داسې حال کې چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو د سختو نیوکو اصلي محور و. د اختر په پیغام کې د دې موضوع نه‌يادونه، یو ځل بیا د طالبانو د ادارې د نیمایي نفوس د حقونو په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button