دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د طالبانو د مشر د اختر پیغام د فقر د زیاتېدو تر سیوري لاندې پراخ وویشل شو

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فقر او لوږه ورځ په ورځ زیاتیږي، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملا هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر پیغام په زرګونو نسخو چاپ کړی او په یو شمېر ولایتونو کې یې د وېش بهیر پیل کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هرات ولایت کې ویلي، لږ تر لږه زر نسخې یې د دې پیغام له هرات ښار او اړوندو ولسوالیو سره وېشلې دي. د محلي سرچینو په وینا، دا لړۍ سږ کال هم د تېر په څېر د هېواد په نورو سیمو کې روانه ده.

هغه تبریکي کارت چې د طالبانو د مشر په نوم خپرېږي، معمولاً یوازې د هغه یوه انځور لري، داسې څوک چې تر اوسه یې رسمي انځور او علني حضور محدود پاتې شوی دی. دا پیغامونه هر کال د کوچني اختر پر مهال وېشل کېږي. ملا هبت‌الله په خپل سږني پیغام کې ټینګار کړی چې د ده د فرمانونو او لارښوونو پيروي پر مسلمانانو «فرض» ده.

دا کړنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د هېواد له بېلابېلو ښارونو راپورونه ښيي، ډېری اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ځینې کورنۍ آن د خپلو لومړنیو اړتیاوو، لکه د شپې ډوډۍ، په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. له دې سره سره، د طالبانو اداره هر کال د خپلو رسمي او تبلیغاتي پیغامونو د چاپ او وېش لپاره پام وړ لګښتونه کوي.

منتقدان وايي، په داسې حال کې چې د فقر کمول، د کار فرصتونو رامنځته کول او د معیشت د بحران هوارول باید لومړیتوب ولري، د سمبولیکو او تبلیغاتي پیغامونو پر وېش تمرکز د خلکو او واکمنې ادارې ترمنځ فاصله لا زیاته کوي. د طالبانو اداره تر اوسه د دې ډول پروګرامونو لپاره ځانګړې شوې بودیجې کره شمېرې نه دي خپرې کړي.

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې له خلکو غوښتي چې د «اسلامي امارت» له نعمت څخه مننه وکړي او د ده او د دې ادارې د مشرانو لپاره دعا وکړي؛ دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت لا هم د ملي او نړیوال مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی او د واکمنۍ د طرز او پر وګړو د بندیزونو له امله له پراخو نیوکو سره مخامخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button