ټولنه‌یزمهم خبرونه

د نوي کال په درشل کې د ۱۹ میلیونه نیالګیو د کښت ملي کمپاین پیل شو

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د نوي لمریز کال له رارسېدو سره هممهاله، د نږدې ۱۹ میلیونه نیالګیو د کښت ملي کمپاین په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پيلېږي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، دا پروګرام د نباتي پوښښ د زیاتوالي، د چاپېریال د وضعیت د ښه والي او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو په موخه پیل شوی دی. د دوی په وینا، د نیالګیو د وېش او کښت بهیر به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د محلي ادارو په همغږۍ ترسره کېږي.

د نیالګیو د کښت دا ډول کمپاینونه په تېر کلونو کې هم ترسره شوي، خو د چاپېریال ساتنې کارپوهانو تل ټینګار کړی چې د نیالګیو ساتنه او پالنه تر کښت وروسته، د دې ډول پروګرامونو د بریا لپاره بنسټیز رول لري. د منظمې اوبه خورۍ او څارنې نه شتون په ځینو مواردو کې د کرل شويو نیالګیو د وچېدو لامل شوی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان له جدي ننګونو لکه وچکالۍ، د اوبو د سرچینو د کمښت او د شنو سیمو له تخریب سره مخ دی، تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د اعلان شویو شمېرونو ترڅنګ د یاد کمپاین د پلي کېدو، څارنې او عملي پایلو په اړه لا روښانه جزییات وړاندې کړي، څو د خلکو باور د دې پروګرام د اغېزمنتیا په اړه زیات شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button