سياستمهم خبرونه

د طالبانو د کار وزارت د ناروی کمېټې سره د کار او روزګار په برخه کې د همکارۍ خبرې وکړې

مولوي محمد زاهد احمدزي، د طالبانو د ادارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې له عمومي رییس تاریا مګنوسن واتردال سره د ګډو همکاریو په اړه د کارموندنې او د کاري ځواک د روزنې په برخه کې خبرې کړې دي.

احمدزي ویلي، وزارت هڅه کوي چې ځوانانو، کډوالو، بنديانو او هغو کسانو ته چې له نشې څخه رغېدلي دي، د تخنیکي زده کړو او سواد زده‌کړې له لارې مرسته وکړي، تر څو د کار بازار اړتیاوې پوره او په هېواد کې د بیکارۍ کچه راکمه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه باید د دغه وزارت د جوړښتونو او تګلارو په چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال له د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې له رییسې وغوښتل، چې د دغه بنسټ فعالیتونه د وزارت د ټاکل شوو اصولو او مقرراتو له مخې پراخ کړي او له اړوندو ادارو سره نوره نږدې همغږي ولري.

په همدې حال کې، تاریا مګنوسن واتردال وویل چې د ناروی کمېټه به، د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره، هڅه وکړي چې خپلې چارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې ګړندۍ کړي او د افغانستان وګړو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو منلې چې د ګډو پروګرامونو د لا ښه تعقیب او د اجرایي ستونزو د حل لپاره به د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه جوړ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button