اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د کار وزارت د نړیوال کار سازمان له مشر سره د کار او د کارګرو د حقونو په اړه وکتل

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې مولوي محمد زاهد احمدزي، د یاد وزارت د کار معین، له ټیټي هیباکاري، د افغانستان لپاره د نړیوال کار سازمان (ILO) له رییس سره لیدنه کړې او د کاري همکاریو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کارګرو د حقونو د خوندیتوب په اړه یې خبرې کړې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې ناسته کې د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا، په بېلابېلو برخو کې د کاري شرایطو د ښه کولو او د کار بازار پورې اړوندو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث کړی دی. په وروستیو کلونو کې بیکاري او د کاري فرصتونو کمښت په هیواد کې له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي، او کورني او نړیوال بنسټونه د عملي اقداماتو پر اړتیا ټینګار کوي.

مولوي احمدزی ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي د همکارو بنسټونو په همغږۍ او د ملي او نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې، د کار په برخه کې اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي همدارنګه له نړیوال کار سازمان څخه غوښتي چې د دې وزارت سره په همغږۍ او د موجودو اصولو او لوایحو له مخې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

بل لور ته، د نړیوال کار سازمان رییس د دې ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او پر دې ټینګار کړی چې د کارګرو حقونه دې خوندي شي، د خوندیتوب کاري شرایط دې برابر شي او ټولنیزه عدالت دې تحقق ومومي. هغه همدارنګه د کار وزارت د وروستیو هڅو یادونه کړې چې د کاري شرایطو په ښه‌والي او د کار موندنې په برخه کې ترسره شوې دي.

په پای کې، دواړو لورو د اړیکو پر دوام، منظمې همغږۍ او ګډو ناستو د ترسره کولو ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره به ګډ عملي ګامونه پورته کېږي. د شنونکو په باور، که دا اقدام په مؤثر ډول پلی شي، کولای شي د کارګرو او بیکارۍ یوه برخه ستونزې راکمه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button