سياستمهم خبرونه

د طالبانو د قرغیزستان د سفارت سرپرست د هند له سفیر سره ولیدل

د طالبانو د ادارې د قرغیزستان سفارت اعلان کړی چې عبدالشکور حقاني، د دې سفارت سرپرست په بیشکک کې، د هندوستان له سفیر بیرېندر سینګ سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دې لیدنې اصلي تمرکز د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لارو ارزونه وه. همدارنګه، د ویزې اسانتیاوې، د روغتیا په برخه کې همکاري، سیاحت، پانګونه او بشري مرستې د بحث په موضوعاتو کې شامل وو.

د سفارت د څرګندونو له مخې، دواړو لورو د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره هڅه کوي د دوه اړخیزو خبرو له لارې خپلې سیمه ییزې او نړېوالې اړیکې پراخې کړي؛ خو دا هڅې لا هم د سیاسي مشروعیت او د نړیوالې ټولنې د اندېښنو له ننګونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button