د طالبانو اداره د خواف–هرات د اورګاډي د کرښې د عادي انتقالاتو دوام خبر ورکوي

د طالبانو د ادارې وياند ذبيحالله مجاهد نن د کب په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې د خواف–هرات د اورګاډي کرښې د کميسارۍ او اړوندو ادارو فعاليتونه په عادي ډول روان دي او د سوداګريزو توکو انتقالات د دې لارې پرته له ځنډ دوام لري.
د نوموړي په وينا، يو اورګاډی چې سوداګريز توکي بار لري د هرات ولايت روزنک تمځای ته رسېدلی، چې ۴۲ واګونونه يې د سمنټو او دوه واګونونه يې د «ايم ډي ايف» تختو څخه ډک دي. مجاهد زياته کړه چې تمه ده د ورځې تر پای پورې بل اورګاډی هم له خوراکي او د سون توکو بار سره همدې تمځای ته ورسېږي.
د طالبانو د ادارې وياند همدارنګه د ايران د پټلۍ مسوولينو له خولې وويل چې دا مهال ۹۰۰ واګونونه د افغانستان پر لور د ايران له خاورې خوځېدلي او ټاکل شوې ده چې په عادي ډول هېواد ته داخل شي. د خواف–هرات پټلۍ هغه مهمه لار ګڼل کېږي چې د افغانستان او ايران ترمنځ د توکو د لېږد يوه اساسي برخه جوړوي او د ساختماني او خوراکي توکو په تامين کې مهم رول لري.
په ورته وخت کې، مجاهد له ملي سوداګرو وغوښتل چې پرته له موجه دليله د سوداګريزو توکو بيې لوړ نه کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د هېواد وګړو په وروستيو مياشتو کې څو ځل د بازار د بيې د لوړېدو له امله شکايت کړی او د بازار د اغېزمن څار نشتوالی د مصرفوونکو يو جدي چلنج بلل شوی دی.




