اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو اداره: په کابل کې سلګونه ښاري پروژې پلي کېږي

د طالبانو د ادارې د رئيس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې په روان لمريز کال کې په کابل ښار کې لسګونه ښاري پروژې عملي کېږي. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ، د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د يو هوايي پل د پرانېدو په مراسمو کې وکړې او ويې ويل چې د کابل شاروالۍ په ټوله کې ۲۵۸ پروژې په بېلابېلو سيمو کې پلي کوي. د حنفي په وينا، د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د کابل ښار د انکشافي بوديجې ارزښت شاوخوا اته ميليارده او ۱۱۳ ميليونه افغانۍ ټاکل شوی، چې همدغو پروژو ته به ځانګړې شي. د طالبانو د ادارې چارواکي ادعا کوي، چې د دغو پروژو له عملي کېدو سره به د کابل بڼه بدله شي، خو تر اوسه د دغو پروژو د پلي کولو څرنګوالی، مالي شفافيت او د ښار د اوسېدونکو پر ژوند د اغېز اندازه په څرګند ډول نه ده شريکه شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button