
طالبانو په کابل کې د خپلو نږدې علماو په ګډون یوه ناسته وکړه چې په پای کې یې بهر د افغانستان له پولو جګړې حرامې وبللې. دا فتوا، که د طالبانو د خیبر پښتونخوا جګړې پر حرمت دلالت وکړي، نو دا به د ډیورند کرښې رسمي پېژندل هم معنا ولري. دا فتوا له خواصو علماو سره، د چارو د شنونکو له نظره، یوه د تنش د کمښت هڅه بلل شوې او دا ښووي چې طالبان نه غواړي کابل د اسلامآباد سره ښکیل شي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ ناندرۍ تر ډېره یوه نمایشي بڼه درلوده، ځکه چې د جدي اختلافاتو نښې نه لیدل کېدې.
پاکستان، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د افغانستان د بدلونونو په مدیریت کې یې مهمه ونډه لرلې، تل هڅه کړې چې که د کنټرول احساس له لاسه ورکوي، نو خپل ځانګړي کنټرولي وسایل وکاروي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو په بهیر کې، هېڅ وخت د ګلبدین حکمتیار او سراجالدین حقاني–چې د پاکستان تاکتیکي مهرې ګڼل کېږي، کوم ځانګړی غبرګون نه و لیدل شوی. دا موضوع ښيي چې پاکستان د طالبانو د خبرو اترو یا شخړو په اړه اندېښنه نه لري.
د طالبانو د علماو ناسته او د دوی فتوا دا هم څرګندوي چې اسلامآباد د حالت پر کنټرول بشپړ باور لري؛ همدا رنګه، د سراجالدین حقاني لخوا د خوست په جمعه لمونځ کې ځواک څرګندونه او د حکمتیار سفر مالیزیا ته، دا هر څه د اسلامآباد د اعتماد نښې ګڼل کېږي.
په حقیقت کې، دغه فتوا یو مستقل فقهي موقف نه دی، بلکې دا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د تنظیم وسیله ده؛ دا یوه وسیله ده چې په عین حال کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د خوشحالولو هڅه کوي، اسلامآباد ته د طالبانو د همکاري پیغام ورکوي او له پاکستانه د تنش د کمښت غوښتنه کوي.




