طالبانو کابل کې د کورونو د بحران د حل لپاره د ځمکو د انتقال پلان اعلان کړ

د طالبانو د ښار جوړولو او کورنو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیبالله حیات حقاني او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي رئیس مولوي محمود مظلوم ترمنځ په یوه لیدنه کې په کابل ښار کې د استوګنې پروژو د تطبیق لپاره د ځمکو د انتقال پر موضوع بحث شوی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو په دې ناسته کې د یوه تخنیکي کمیسیون پر جوړېدو هوکړه کړې تر څو له ځمکو سره تړلي تخنیکي موضوعات وڅېړل شي او حل او فصل شي. همدارنګه ټینګار شوی چې هغو افغان کډوالو ته چې ښارګوټي جوړېږي، د ځمکو د ورکړې پروسه باید ساده او چټکه شي.
مولوي نجیبالله حیات حقاني په دې ناسته کې ویلي چې د پروژو کارونه باید له ځنډ سره مخ نه شي او که کومه ستونزه پیدا شي، باید د اړوندو مسئولینو سره شریکه شي تر څو پرې عملي حل لاره وموندل شي.
له بلې خوا د کرنې وزارت د ځمکو عمومي رئیس ډاډ ورکړی چې د دوی تخنیکي ډلې به د ښار جوړولو او کورونو وزارت هر ډول غوښتنې ته لومړیتوب ورکوي او د چارو د بندېدو اجازه به ورنه کړي.
سره له دې چې د طالبانو د ښار جوړولو او کورونو وزارت د کورونو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره د هڅو د پیل خبره کوي، خو لا هم د پروژو د عملي کېدو څرنګوالي، نیټه بندۍ، او د ښار د اوسېدونکو لپاره عادلانه لاسرسی په اړه روڼوالی او جدي ځواب ویلو ته اړتیا لیدل کېږي.




