سياستمهم خبرونه

طالبانو د ۷۶۱ زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت کړې ده

د طالبانو تر ادارې لاندې د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسيون د روان هجري کال له پيله تر دې دمه، نږدې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تثبیت کړې ده.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، يادې شوې ځمکې د کابل ښار او ۳۳ نورو ولايتونو اړوند دي چې د کمېسيون د رهبرۍ د پريکړو له مخې له ارزونې وروسته تثبیت شوې دي. د عدلیې وزارت چارواکي وایي، دا پرېکړې هغو کسانو ته چې دا ځمکې يې غصب کړې وې، په رسمي ډول ابلاغ شوې دي.

عدلیې وزارت زياتوي چې په دې بهير کې د نږدې ۲۹ زره جریبو ځمکو دوسیې، د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو د قانون له مخې، د شرعي پریکړې لپاره د امارتي غصب شويو ځمکو ځانګړو محاکمو ته سپارل شوې، او دا مهال ورته څېړنه دوام لري.

همداراز، د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، د علفچر ځمکو د سروي او تشخيص هیئت تر دې دمه شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۶۷ زره جریبه عامه علفچر ځمکه د بادغیس ولایت په مرکز او لسو ولسوالیو کې تثبیت کړې ده، او دغه ساحې د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button